سیاست

خلوتګــر : د حکومت منتقدين په حکومت کې جذب شوي دي

کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ کوونکي دفتر ( نى ) په  حکومت  د آزادو رسنيو او خبريالانو په کار کې  د محدوديتونو د رامنځته کولو تور لګوي.
دنى  دفتر  اجرائي رئيس مجيب خلوتګر په يوه خبري غونډه کې  رسنيو ته وويل؛  د نى  د دفتر  د څېړنو له مخې  د افغانستان په  شپږو ولايتونو کې ٥٠تنه   مشهور خبريالان د حکومت له خوا په پوځي او ملکي بېلابېلو بنسټونو کې  استخدام شوي دي .
د خلوتګر د څرګندونو له مخې ؛  حکومت مشهور خبريالان په زيات  معاش سره  جذب  کړي دي  چې د هغوى انتقادونه  کمښت ومومي او فعاليتونه يې محدود شي.
د نى  څېړنې ښيي چې  په هرات ولايت کې  ٢١ تنو خبريالانو  د خبريالۍ دنده پراېښې ده اوپه دولتي پستونو کې  جذب شوي دي،  ١٩ تنه خبريالان  په کابل کې  په دولتي دستګاو کې  جذب شوي  دي  چې په دې ډول کابل  په دويم مقام کې ځاى نيسي .
ده وويل چې قندهار او بلخ د هغو ولايتونو له  جملې څخه دي  چې د ملي وحدت  حکومت پکې خبريالان  جذب کړي دي.
د خلوتګر د څرګندونوله مخې ؛ دغه خبريالان  مخکې له دې چې په حکومت کې  جذب شي  په  حکومت د انتقاد کوونکو له  جملې څخه وو. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته