امنیت

دحقاني دتروريستي شبکې لس تنه غړي په خوست ولايت کې ونيول شول .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دحقاني دتروريستي شبکې لس تنه غړي دخوست ولايت په مربوطاتو کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دحقاني دتروريستي  شبکې دغه لس تنه غړي دخوست _ ګرديز په لويه لاره کې دورانکارو او تروريستي فعاليتونوپه ترسره کولو ، دماينونو  په ښخولو ، تروريستي ډلو ته دوسلو او مهماتو  په  ليږدونې او په  ملکي او نظامي وسايطو په بريدونو بوخت و چې لاس په لاس له څلورو کلاشينکوفونو ، دريو تومانچو او له يوه موټرسايکل  سره دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دخوست ولايت په مربوطاتو کې دحقاني په شبکې  پورې داړوندو تروريستانو په پټنځيو دملي امنيت  دلوى رياست  دموظفينو  ديولړنورو عملياتوپه بهير کې  يوه زياته اندازه وسله او مهمات کشف او دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو لاس ته  ورغلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته