کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام.
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد يو سابقه دار ژورنالست احمد شاه باوري د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد احمدشاه باوري کلونه کلونه دهيواد په نشراتي موسساتو کې په مطبوعاتي او نشراتي خدماتو بوخت و ، دافغانستان مطبوعاتو ته يې خدمات دقدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او دننګرهار ولايت خلکوته وړاندې کوم . الله تعالي دې دى وبخښى او کورنۍ ته دې يې جميل صبرپه نصيب شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ