اقتصاد

په نیمروز ولایت کې د مالیې وزارت د وروستیو لاسته راوړنو په موخه د اطلاع رسونې ناسته جوړه شوه

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٥:
د مالیې وزارت د وروستیو لاسته راوړنو د اطلاع رسونې او د نیمروز ولایت د خلکو ستونزو اورېدو په موخه نن د کب میاشتې په ۲۵ نېټه په یاد ولایت کې پراخه غونډه جوړه شوه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د نیمروز والي ښاغلي انجینیر محمد سمیع په ګډون د نیمروز ولایت ګڼو وګړو، مالیه ورکوونکو، سوداګرو، د ولایتي شورا وکیلانو، په سیمه کې د رسنیو استازو، د مدني ټولنو غړو، دیني عالمانو او د ګذر وکیلانو برخه اخیستې وه. د نیمروز والي د غونډې په پرانیسته وینا کې د مالیې وزارت لخوا د اطلاع رسونې له طرحې او په دې وزارت کې د وروستیو اصلاحاتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې مونږ په هره برخه کې له مالیې وزارت سره همکار یو.
د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزي د اطلاع رسونې طرحې د موخې بیانولو تر څنګ د غونډې ګډونوالو ته په تېرو دوو کلونو کې په بي ساري ډول د ملي عوایدو پر راټولېدو، د هیواد لومړیتوبونو ته په کتو سره د ملي بودیجې پر لګښت او متوازن ترتیب، د وارسا او بروکسل کنفرانسونو په لاسته راوړنو، پر پانګوالو او ملي سوداګرو د اقتصاد عالي شورا پر مثبتواغېزو، په عایداتي سرچینو کې د الکترونيکي سیستمونو په نصبېدو، په تېرو دوو کلونو کې خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو په برابرولو، د تمویلوونکو هېوادونو او ادارو لخوا د وروستیو مرستو، د پیسو نړیوال صندوق په اصلاحاتي پروګرام کې د شمولیت او د مالیې وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پراخو اصلاحاتو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
نوموړي د نیمروز له ولس او په ځانګړې توګه له مدني ټولنو او سیمه یزو رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې د اصلاحاتو په پلي کېدو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.
د نیمروز ولایت د ولایتي شورا رئیس ښاغلي باز محمد ناصر، د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس ښاغلي عبید الله نورزي او په دې ولایت کې د آزادو بنسټونو رئیس ښاغلي مسعود حکیمي هم د مالیې وزارت له لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او د دې وزارت په اړوندو برخو کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د نیمروز ګمرک رئیس ښاغلي صالح محمد نیکزاد، د یاد ولایت مستوفي ښاغلي ضیا الدین ضیا، هم په خپلو برخو کې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د ناستې په پای کې د نیمروز محترم والي په ملتیا د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د عامه اړيکو رياست غواړې د یاد وزارت د رهبرۍ مقام د هدایت او د ولسمشر د حکم په اساس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورته ناستې جوړي کړي، چې د مالیې وزارت لاسته راوړنې ورته روښانه او د دوی ستونزې مالیې وزارت رهبرۍ مقام ته ورسوي چې د قانون په چوکاټ کې ورته د حل لارې چارې پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته