ټولنه

د يو ديوال د چپه کيدو له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
په ننګرهار ولايت کې د يو ديوال د چپه کيدو له امله دوه تنه کوچنۍ نجونې ووژلې شوې .
دغه پيښه پرون ناوخته په چپرهار ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه ماشومان په لوبو بوخت وو چې ديوال چپه شو او هغوى تر هغه لاندې شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه کوچنۍ نجونې ووژلې شوې  او يوه بله نجلۍ ټپي شوه .
  په همدې حال کې د ننګرهار په يوروغتون کې ډاکترانو په دې پيښه کې د ټپي شوې نجلۍ روغتيايي حالت ښه بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته