کابل / د تلې ۹ / باختر
د برېښنا د یواستېشن په جوړولوسره په لسګونوکورنیوپه کندزکې د لومړي ځل لپاره برېښنا ته لاس رسۍ وموند.
د برېښنا دغه استېشن د ۲۵۰ کیلوواټه برېښنا د تولیدولوظرفیت لري چې نن په علي آباد ولسوالۍ کې پرانیستل شو.
کورونو ته د استنو د درولو او د مزي د غځولوکارمخکې ترسره شوی و.
د کندزد برېښنا شرکت یومسوول باخترآژانس ته وویل چې د برېښنا د دغه استیشن په جوړولوسره په لسګونوکورنیود لومړي ځل لپاره برېښنا ته لاس رسی وموند.
هغه وویل : د کندزنورې برخې چې تراوسه برېښنا ته لاس رسی نه لري د برېښنا رسولو بهیربه دوام ولري.
ع