امنیت

د هلمند د والي وياند په هوايي بريدکې د افغان سرتيرو وژل کيدل رد کړل

کابل باختر دوږي  شپږمه :
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په هوايي بريدکې د افغان سرتيرو وژل کيدل رد کړل .
د هېواد په جنوب کې د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر دغه خبر په کلکه رد کړى دى چې ګنې په  نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پرسنګرونو په هوايي بريدونوکې  د طالبانو له ډلې سره يوشمېر بنديان سرتيري ووژل شول.
يوه ورځ مخکې په دې باب خبرونه خپاره شول چې په نادعلي ولسوالۍ کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې يوشمېر هغه افغان سرتيري چې له طالبانو سره بنديان وو؛ وژل شوي دي.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر د جمعې په ورځ يوه اعلاميه خپره کړه او د طالبانو له خوايې د وژل کيدو د افغان سرتيرو خبر درواغ وباله.
ددغه دفتر په اعلاميه کې ويل شوي دي: دا چې په دغو ورځوکې په نادعلي ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله مخالفينو ته د سر دروند زيان اوښتى دى او دوه ورځې مخکې د طالبانو پوځي مسوول ووژل شو او اوس د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره په درواغو لاس پورې کړى دى .
دغه دفتر د طالبانو د جيل بمباري او د افغان ځواکونو وژل کيدل بې بنسټه وبلل او په اعلاميه کې ټينګار شوى دى چې افغان پوځيان او نړيوال ځواکونه جيلونه نه بمباري کوي او د غير ملکي وګړو د سر د ساتنې لپاره تل ځانګړي عمليات ترسره کيږي .
په اعلاميه کې زياته شوې ده: په هلمندکې په تيرو دريو مياشت کې په دغه شان عملياتوکې د طالبانو له جيلونو څخه په لسګونو کسان آزاد شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته