امنیت

په لوګر کې دوسله والو طالبانو ديوسرګروپ وژل کيدل

کابل باختر دوري دريمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يوسرګروپ  پرون په لوګر ولايت کې ووژل شو .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي  باختراژانس ته  وويل چې په ابو ظهر مشهورپه محمد نعيم دوسله والو طالبانو دډلې يوسرګروپ له دوو تنوافرادو سره ددغه ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې، په لوګر ولايت کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .
  دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ منسوبانو دلوګر ولايت دازرې  ولسوالۍ دسنګ باران  په سپين جومات  ساحه کې په يولړ عملياتو کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف کړه.
ده زياته کړه چې له دغو ډيپو څخه وسلې ، مهمات او ماين ترلاسه شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته