ټولنه

په جوزجان کې د نيالګيو د ايښودلو بهير پيل شو

کابل /د کب ١٢مه /باختر
په جوزجان کې نن د نيالګيو د ايښودلو بهير پيل شو.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې؛ لومړى نيالګى د جوزجان والي محمد هاشم رييس په شبرغان ښار کې د نوي سل بستريز روغتون په انګړ کې کيښودل .
د جوزجان د کرنې اواوبو لګولو رييس وويل ټاکل شوې ده چې د دغه ولايت په کچه ٤٠ زره ميوه لرونکي اوډولي نيالګي کيښودل شي .
هغه زياته کړه چې دغه نيالګي د جوزجان د کرنې اواوبولګولو رياست او نړيوالو همکارو موسسوچمتو کړي دي .
د جوزجان والي له خلکو وغوښتل چې د ژوندانه د چاپيريال او د ځان د سلامتيا د ساتنې لپاره نيالګي کېنوي او د هغوى ساتنه وکړي چې پاکه او له ناروغيو لرې ټولنه ولرو .
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته