امنیت

په غورکې دوه تنه د ماين په چاودنه کې شهیدان شول

کابل/باختر/ د وږي ۱۱ مه
د غور په مرکز فېروزکوه ښارکې د طالبانو د ښخ کړاى شوي ماين په چاودنه کې دوه تنه شهیدان شول.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د فېروزکوه ښار د کشکک سيمې څلورو بزګرانو د غنمو د راټولولو په وخت کې پر ښخ کړای شوي ماين برابر شول چې د چاودنې له امله دوه تنه یې شهیدان او دوه نوريې ټپيان شول.
ختم- سعيده -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته