سیاست

اکرام خپلواک : طالبان به په پاى کې بين الاافغاني خبرو اترو ته حاضر شي

کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
طالبان تل له افغانستان څخه د نړيوالوځواکونو وتل د سولې د خبرو لپاره د دغې ډلې  دمخکيني شرط په  توګه طرحه کوي اوپه هغه ټينګارکوي.
باخترآژانس دکورنيو رسنيو له خولې خبر راکړ چې د سولې دعالي شورا  د دارلانشا رئيس محمداکرم خپلواک وويل ؛ چې له افغانستان څخه  دنړيوالو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ويش د برابرولو په باب به له هغه وروسته اقدام وشي چې طالبان د سولې خبرو ته  حاضرشي .
دى څرګندوى  هيڅ افغان نه غواړي چې  بهرني ځواکونه دې په افغانستان کې وي خو موږ دټولې نړۍ همکاريو ته اړتيا لرو او اساسي مجبوريت دا دى  چې   جګړه  ده او کله چې طالبان سولې ته  حاضر شي  لومړۍ اجنداد بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال ويش دى .
دسولې دعالي شورا د دارلانشا رئيس زياته کړه  چې ؛ د ديني عالمانو  او د قومي مشرانو له لارې  له طالبانو سره په اړيکه کې يو  او ډاډمن يو  چې طالبان به په پاى
بين الاافغاني خبرو ته حاضر شي .پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته