هلمند باختر دتلې دمياشتې دويمه نيټه :
د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان پرون شهيد شو.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل چې د نادعلي ولسوالۍ
امنيه قوماندان ډګروال عمرجان د دغې ولسوالۍ د مرکز په لس کيلومترى واټن کې د وسله والوطالبانو له کمين سره مخامخ شو چې د جګړې په بهيرکې شهيد شو او يو ساتوونکى يې ټپي شو.
پاى ج ذ