ټولنه

د فراه اوسېدونکو د ښار په پاکولوکې ونډه واخيسته

کابل/دلړم۲۲مه/باختر
په فراه کې نن د ښاري فرهنګ د رواجولو او د ښار د پاکولو پروګرام پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دغه پروګرام کې د فراه ولايت سرپرست او مرستيال، د ولايتي شورا غړيو، ښاروال او د ملکي ادارو مسوولينو، د نواحي مديرانو، ځوانانو او د دغه ولايت قومي مشرانو ګډون لاره.
د فراه د والي مرستيال مسعود بختور وويل: د ښار پاک ساتل او د نظافت رعايتول، د دغه ولايت د هر وګړي دنده ده او دغه کار د ښاري فرهنګ نښه ده.
هغه د فراه ښار له هټيوالو او کسبګرو څخه وغوښتل چې خپل کثافات او اضافي توکي په پليو لارو او ويالوکې و نه غورځوي، ځکه د ښار پاکول د راتلوونکي نسل او ماشومانو ژوند تضمينوي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته