امنیت

دماين په چاودنه کې يو پوليس ټپي شو .

کابل باختر د وږي  دريمه :
په پروان ولايت کې نن دماين دچاودنې  له امله دپوليسو يوسرتيرى ټپي شو .
دپروان ولايت وياند وحيد صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله چې دپروان  ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې دعامه نظم دپوليسو قرارګاه ته څيرمه وشوه يو پوليس ټپي شو .
  په خبر کې ويل شوي دي چې ټپي سرتيرى  روغتون ته ليږدول شوى او ډاکترانو دده روغتيايي حالت مخ په ښه والى بللى دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته