کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
دغزني ولايت پوليسو د چاودنې يو عامل ونيوه.
دغزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه تروريست هغه وخت د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوچې يو ماين يې په بايسکل کې ځاى پرځاى او د دغه ولايت د حج او اوقافو د رياست د ودانۍ په وړاندې د رايې ورکولو يو مرکز ته څېرمه وچاوه چې د دغې چاودنې له امله يو ملکي وګړى ټپي شو چې روغتيايي حالت يې ښه بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ