ټولنه

د ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
په کندز ولايت کې تيره شپه د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دکندز ولايت د ترافيکو د مديريت د پيښو دڅيړنې مدير د باختر آژانس خبريال ته وويل : يو باروړونکي موټر د بې احتياطى او دشپې د تورتم له امله له يو کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته