ټولنه

ځوانان بايد دسولې دتامينولو په بهير کې په مسوولانه توګه ګام واخلي .

کابل باختردلړم پنځلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن په يوه غونډه کې له ځوانانو څخه وغوښتل چې ددايمي سولې دتامينولو په بهير کې  دې  په مسوولانه دول ګام واخلو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات د((جهت صلح پايدار،  نقش جوانان نه بايد فراموش ګردد))  تر عنوان لاندې غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل چې په سوله کې خير دى او هر افغان په تيره بيا ځوانان ونډه لري چې په هېواد کې ددايمي سولې دفضا په تامينولو کې په مسوولانه ډول ګام واخلي او هلې ځلې  وکړي چې ټول په ګډه ددايمي سراسري سولې شاهدان واوسو او هرڅوک چې په دې لاره کې ونډه نه اخلي او ددې هېواد دبچي په توګه خپل ايماني او وجداني مسووليت نه اداکوي بايد په دې پوه شي  چې دغه حق  په غاړه يې پاتې دى .
دډاکتر کمال سادات دڅرګندونوله مخې په دې بهير کې دځوانانو شتون بايد نمايشي نه وي بلکې بايد که چيرې  هر شخص دسولې په لاره کې يو ګام واخلي ډير ژر به له جګړې او وينې توييدو څخه ديوه خلاص هېواد شاهدان واوسو .
په دې غونډه کې  چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  له خوا دافغان ښځو دشبکې دبنسټ په همکارۍ  جوړه شوې وه  دافغان ښځو دشبکې او دصنايعو دانکشافي موسسې استازو او دوو تنو  فعالو  ځوانانو هم خبرې وکړې او په هېواد کې يې ددايمي سولې دفضا په تامينولو کې خپلې نظريې  او په دې لاره کې دځوانانو رول له برخه والو سره شريک کړل .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته