امنیت

اعلاميه

کابل باختر  چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
د فارياب ولايت د پوځي شورا اعلاميه
د فارياب ولايت  او په تېره بيا د ميمنې ښار  ګرانو او پتمنو هېوادوالو !
څرنګه چې خبر ياست د هېواد امنيتي او دفاعي بنسټونه تل د خلکو د امنيت   او سوکالۍ د تامينولو او په ټولنه کې د عمومي نظم د ټينګښت په خاطر هلې ځلې کړې دي او له ستړيا پرته په دې لاره کې پرمخ ځي .
په فارياب ولايت کې اوسنيو حساسو شرايطو ته په پاملرنې سره  چې دافغانستان د خلکو دښمنان هره شيبه په کمين کې دي چې له فرصتونو او تشوڅخه استفاده وکړي او په خاورو او وينو کې زموږ د بېګناه هېوادوالو د ليت پيت کولو په خاطر له هيڅ راز اسلامي او انساني ضد عملونو څخه ډډه نه کوي. فارياب ولايت پوځي شورا اوسني حساس حالت له پام کي نيولوسره چې دهېواد د امنيتي اودفاعي ځواکونو ټول قطعات او جزوتامونه د چاڼيزوعملياتوپه ترسره کولو بوخت دي؛ له همدې امله دې فيصلې ته ورسيدل چې مدني حرکتونه د هېواد د هر  وکړي  مسلم حق دى  چې ايجابوي  ترڅو دغه شان حرکتونه موجودو حالاتو اوشرايطو ته په پاملرنې سره چې زمينه برابره وي، ترسره شي چې امنيتي او دفاعي ځواکونه وکولاى شي ډاډمن امنيت تامين کړي او د هغو زړه بوږنوونکو پيښو او خطرونو  له رامنځته کيدو څخه مخنيوي وکړي چې زموږ ګرانو هېوادوالو ته متوجه دي.
په همدې ملحوظ له فاريابي اوپه تېره بيا د ميمنې له ګرانو خلکو څخه په  جدي توګه غوښتنه کيږي:  که چيرې غواړي مدني او ډله ييز حرکتونه په هرنامه چې ولري؛ هغه د شرايطو تر برابريدو پورې وځنډوي او د شرايطو په برابريدو سره  کولاى شي خپله هره غوښتنه دهرې ممکنې لارې چې قانون دهغو اجازه ورکړې ده؛ دمسوولينو غوږونو ته ورسوي. له دې پرته که چيرې هېوادوال ډله ييز حرکتونه ترسره کوي او خداى مه کړه هر ستونزه چې رامنځته شوه؛ راتلوونکى مسووليت يې د دغو غونډو او لاريونونو د جوړونکوپه غاړه ده او د افغانستان د خلکو دښمنانو ته هم ويل کيږي  چې هيڅکله دغه فرصت دوى ته نه ورکول کيږي چې له اوسني حالت څخه په خپله ګټه استفاده وکړي او د ميمنې ښار درنو اوسيدونکو ته ډاډ ورکول کيږي چې له دې پلوه ډاډمن و اوسي، ځکه ټول تدبيرونه د ملي اردو د کوماندو  او د امنيتي او دفاعي ځواکونوله خوا نيول شوي دي او د ښار او ولايت د دفاع په خاطرکافي قوتونه شته او لازم امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي  .
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته