کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
شپږ تنه وسله وال يرغلګر په ميدان وردګو ولايت کې د ځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغو يرغلګرو تل په مسافرينو په يرغل او دنرخ – جلريز په لويه لاره کې دماينونو او بمونو په ښخولو سره امنيت ګډوډاوه .
د ميدان وردګو و لايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه وسله وال يرغلګر ووژل شول.
ده وويل ؛ دغو کسانو دنرح – جلريز د لويې لارې امنيت ګډوډاوه .
ويل کيږي په دغو ځانګړو عملياتو کې چې د نرخ – جلريز دلويې لارې دامنيت په خاطر ترسره شوي و ، پوځيانو اوملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ