سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دشوکت ميرضايف دبرياليتوب له امله مبارکي وويله .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
داجراييه رياست دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر  عبدالله عبدالله دافغانستان دحکومت او خلکو په استازيتوب  ديوليک په ليږلو سره دازبکستان  دجمهوري رياست په انتخاباتو کې  دشوکت ميرضايف  دبرياليتوب  له امله ده  او ددغه هېواد  خلکو ته مبارکي وويله او ددوست هېواد ازبکستان دمنتخب  جمهور رييس په توګه د ميرضايف  دبرياليتوب  هيله وکړه .
دهېواد اجراييه رييس دافغانستان او ازبکستان ترمنځ د ښو اړيکو له امله دخوښي  په څرګندولو سره  ويلي دي چې په تيرو کلونوکې په بيلابيلو برخو کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو لازيات ټينګښت او پراختيا موندلې ده او له شک پرته دازبکستان دمنتخب  جمهور رييس  په توګه دشوکت ميرضايف  ټاکل کيدل ددواړو لورو داړيکو په لازيات  ټينګښت او پراختيا کې اغيزمن رول لري .
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې پيغام کې زياته  کړې ده دافغانستان او ازبکستان ترمنځ داوسنيو دوستانه او ښو اړيکو دلازيات ټينګښت اوپراختيا لپاره چې ددواړو هېوادونوپه تاريخ کې جرړې لري په  دوه اړخيزو هڅو اوښې ارادې  باور مند دى  ځکه دغه دوه اړخيزې اړيکې دمتقابل درناوي او دګډو ګټو پربنسټ تکيه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته