امنیت

آى اس آى او دملاهيبت الله دمخالفانو فزيکي حذف

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١:
دملارسول په مشرۍ   دوسله والو طالبانو دډلې   دانشعابي ډلې  وياند وايي  چې دغې ډلې ځان ته  نوى مشر ټاکلى دى.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  ملاعبدالمنان نيازي  چې ځان دملارسول دڅانګې دطالبانو دډلې وياند بولي وويل:  دغې ډلې په يوه شورا کې  چې ديارلس تنه غړي يې لرل ، ملا عبدالرووف عارف  دملارسول پرځاى ددغې ډلې دنوي مشر په توګه وټاکه.
ملا عبدالرووف عارف دقندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ اوسيدونکى دى او دطالبانو دواکمنۍ په دوران کې يې  په دفاع وزارت کې او وروسته هم دخوست دوالي په توګه کار کړى دى .
ملاعبدالمنان نيازى وايي چې ملارسول له څه مودې  را په دې خوا بيدرکه دى   خو ده په دې اړوند زياتې څرګندونې ونه کړې.
دملارسول نورزي دبيدرکۍ مسئله په داسې حال کې طرحه کيږي چې  دى  څو مياشتې مخکې دطالبانو د دښمنوډلو ترمنځ دخبرو په نامه  پاکستان ته وغوښتل شو  .  خودکويټې په لاره کې بيدرکه شو. قوي احتمال شته چې دپاکستان پوځي  استخباراتو هغه بندي کړى وي.
پخوا هم دپاکستان پوځي استخباراتو   دوسله والو طالبانو دډلې يو شمير کليدي افراد  چې ددغه سازمان په ګټو کې په ټکر کې و ، بنديان کړل اويا  يې وژلي دي .
دوسله والوطالبانو  په ډله   کې دويم شخص  ملابرادر  دهمدغو کسانو له جملې څخه دى .
دغه راز دپاکستان  آى اس  آى   دياسر   او ملاعبيدالله  په ګډون دوسله والو  طالبانو دډلې يوشمير کليدي کسان داختلافونو په دليل ووژل  او دافغانستان په دننه کې دوسله والو طالبانو دډلې ديو زيات شمير قوماندانانو په تور کې هم رول لري.
افغان سياسي کارپوهان وايي چې   پاکستان په طالبانو کې  ديومرکزيت  د  جوړولو لپاره   سختې هلې ځلې کوي اوپه دې برخه کې هر راز خنډ له  منځه وړي.
دوسله والو  طالبانو دډلې دبيا اتحاد په وړاندې ډير ستر خنډ دملارسول نورزي په مشرۍ انشعابي  څانګه  وه چې اوس بيدرکه شوى دى.
دغه راز ددغې ډلې پوځي څانګه دوسله والو طالبانو دډلې  دپياوړي شخص   
او پوځي مسوول  ملامنصور دادالله  له خوارهبري کيده هم  دافرادو په ترور  اوپه مستقيمو ګواښونو سره له منځه يوړل شوه اوپه پاى کې   دملامنصور دادالله کورنۍ دطالبانو دنوي مشر  ملاهيبت الله بيعت وکړ.
دپاکستان دپوځي استخباراتو سازمان دملا هيبت الله  ددريځ دپياوړتيا په  خاطر هلې ځلې کوي.
په دې وروستيو وختو کې دمولوي خالص زوى انورالحق مجاهد هم دهيبت الله  بيعت کړى دى او دغه بهير دپاکستاني پوځيانو له خوا په جدي توګه تعقيبيږي چې دطالبانو  نور کليدي  او جګپوړي کسان چې  دوسله والو طالبانو دډلې دوژل شوي مشرملا اختر محمدمنصوراو ددغې ډلې داوسني مشرملاهيبت الله   مخالفان دي  دنوي مشرتابه  اطاعت وکړي . په داسې حال کې چې دغه مشر په خپله دآى  اس آى  اطاعت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته