ټولنه

په اشکمش کې لسګونو تنو مظاهرې وکړې

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
په لسګونو تنو دتخارولايت په اشکمش ولسوالۍ کې ددريو تنو د وژل کيدو په خاطر نن اعتراض  وکړ.
دباخترآژانس  دسيمه ييز خبريال  دخبرله مخې ؛  دتخار داشکمش  د سيمه ييزو پوليسو قوماندان پيرسيدمقتدر درې ورځې مخکې درې تنه ملکي وګړي په دزو سره ووژل  اوڅلور تنه نور يې ټپيان کړل.
دغه قوماندان له پيښې وروسته دپوليسو  له خوا کلابند شو  خو په تيښتې بريالى شو.
اعتراض کوونکي داشکمش ولسوالۍ د ودانۍ په وړاندې غونډه  وکړه او دسيمه ييزو پوليسو دقوماندان دنيولو او مجازاتو غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته