کويته ډي ډان باختر د وږې دمياشتې ٢٢
ناپيژندل شويو يرغلګرو تيره شپه دپاکستان په بلوچستان ايالت کې په افغانستان
کې دناټو دميشتو ځواکونو دنقليه وسايطو په يو کاروان د آر پي جي بريد وکړ او
اودسون د توکو نهه ټانکرونه يې وسوځول .
دغه بريد دبلوچستان ايالت دقلات سيمې ته څيرمه وشو چې له امله يي نهه ټانکرونه وسوځيدل او يو موټر چلوونکې و وژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
دغه وسايط په سړک کې درول شوى وو، دغه وسايط دکراچۍ له بندريښارڅخه افغانستان ته روان وو.
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ