خبرونهټولنه

په کاپيسا کې سلګونو اړمنو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر
په کاپيسا کې د (او.سي.سي.ډي) مؤسسې له سلګونو اړمنو کورنيو سره مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د (او.سي.سي.ډي) مؤسسې پر ۲۱۹ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل. ځايي چارواکي وايي چې په دې مرسته کې اوړه، وريجې، غوړي، مالګه او لوبيا شامل دي.
د يادې مؤسسې رئيس وويل چې دغه کورنۍ پخوا سروې شوې وې چې اوس پرې خوراکي توکي ووېشل شول.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته