امنیت

په کندز کې دطالبانو دوه پټنځايونه له منځه يوړول شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥ :
په کندز ولايت  کې  په نويو هوايي بريدونو کې دوسله والو طالبانو دوه پټنځايونه له منځه يوړل شول.
دغه هوايي  بريدونه  نن   له  غرمې   وروسته  دکندزښار او د امام صاحب په ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو ترسره شول .
په کندز ولايت کې  دملي اردو يوه قوماندان  د باخترآژانس  خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدونو کې  دوسله والو طالبانو دوه پټنځايونه له منځه تللي دي.
ده وويل ؛ ددغو بريدونو له امله  شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز نن سهار دهېواد دهوايي ځواکونوپه بريدونو کې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو قوماندانانوپه ګډون اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په کندز کې پوځي مقامات وايي چې  دغه هوايي بريدونه  اوپوځي عمليات  دوسله والو طالبانو پوځي توان له منځه وړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته