ټولنه

په فارياب کې د څلور زره هکتاره ځمکې دخړوبولو زمينه برابريږي

کابل باختردليندۍ دمياشتې لومړۍ نيټه  :
په فارياب  کې داوبو ديوه سربند دجوړولو کار پرون پيل شو.
دغه بند ددولت له پرمختيايي بودجې څخه  د اووه ديرشو ميليونو امريکايي
ډالرو په لګښت دفارياب  ولايت دپښتون کوټ  ولسوالۍ د چارتوت په  دهن
دره سيمه کې په  پنځو کلونو کې جوړيږي.
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، ددغه  بند دجوړولو کار په ملي شوراکې دفارياب دخلکو  دمنتخبو وکيلانو ، دفارياب ولايت  دمرستيال او ددغه ولايت  ددولتي ادارو درئيسانو او مخورو په شتون  دانرژۍ  اواوبو  دوزير علي احمدعثماني  له خوا دهغه دبنسټ دډبرې په ايښودلو سره پيل شو.
داړوندو چارواکو دڅرګندونوله مخې ؛  ددغه بند د جوړولو دکار په بشپړيدو سره  به چې  دکابو ٢٠  ميليونو مکعب مترو اوبو دزيرمو کولو ظرفيت به ولري  دڅه دپاسه  څلور زره هکتاره ځمکې دخړوبولو زمينه برابره شي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته