سیاست

د ملي امنیت سلاکار او ورسره امنیتي پلاوي له زلمي خلیلزاد سره وکتل

کابل_ باختر_ د تلې ۱۷ مه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د یوې کاري غرمنۍ پر مهال د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په هېواد کې د سولې او امنیت پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ملي امنیت سلاکار د افغان حکومت په مشرۍ د سولې او مذاکراتو په برخه کې د پرمختګونو او برنامو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي محب د سولې د ټینګښت له پاره د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو پر رغنده رول او ملاتړ ټینګار وکړ.
په دې ناسته، کې د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي، د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس متین بیک او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال جنرال اختر محمد ابراهیمي د روانو امنیتي او نظامي چارو او پرمختګونو بحث وکړ او په امنیتي او دفاعي سکتور کې یې د پرمختګونو او ستراتیژیکو اصلاحاتو د تطبیق پر څرنګوالي خپل مالومات وړاندې کړل.
د دې ترڅنګ د سیمه ییزې حکومتوالۍ پر بېلابېلو اړخونه خبرې وشوې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس وویل چې د حکومتي چارو په سمه توګه د ترسره کیدو له پاره ظرفیتونه ایجاد شوي دي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي امنیت د سلاکار له میلمه پالنې د مننې ترڅنګ وویل، چې د سولې او ثبات له پاره افغانستان او امریکا متحده ایالاتو مشترک هدفونه لري او دې هدف ته رسیدو په موخه یې د خپل پیل کړي ماموریت د اهدافو په اړه مالومات وړاندې کړل.
پاى – سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته