کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٠
اته تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې د دوو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې تېره شپه ناوخته د لعل پورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګر د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د ننګرهار ولايت د لعل پورې ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړوکې د طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په يرغلګرو د پوځيانو په کاروان د دوى له بريد وروسته د پوځيانو له خوا ډزې وشوې.
ويل کيږي؛ په دې جګړوکې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.