ټولنه

په سرپل کې له سيلاو ځپلو سره د مرستې د رسولو لپاره د هلوځلو پيل

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
په سرپل ولايت کې له سيلاو ځپلو سره د مرستې د ليږدونې لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په ځينو سيموکې د وروستيو سيلاوونو د رواتلو له امله ٢٤ تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان او بى درکه شوي دي.
د سرپل ولايت د کوهستانو ولسوالۍ په زياتو سيموکې د وسله والو طالبانو د شتون له امله اړوند دولتي ادارې او د مرستې رسولو مرکزونه تر اوسه پورې نه دي بريالي شوى له بندپاتې شويوکسانو د ژغورنې او له سيلاوځپلو سره د مرستې په خاطر اقدام وکړي .
دسرپل ولايت له پيښو سره د مبارزې د ادارې يوه مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې د سيمې د مشرانو او د سره صليب په مرسته مصيبت ځپلو کورنيو ته مرستې ورسوي.
ده وويل: ډير ژر د کوهستاناتو ولسوالۍ ته د مرستو د ليږدنې بهير پيليږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په دغې ولسوالۍ کې له سلګونو سيلاو ځپلو کورنيو سره هيڅ راز مرستې نه دي ترسره شوې او زياتره هغه کسان چې خپل کورونه يې په دې پيښه کې له لاسه ورکړي دي؛ د خپلو خپلوانو په کورونو، جوماتونو ، ښوونځيو او په غونډيوکې شپې سبا کوي.
له بله پلوه د سيمې د خلکو هلې ځلې د بې درکه شويوکسانو د موندلو په خاطر نه دي بريالي شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته