امنیت

په روزګان کې د بم په چاودنه کې ٧ تنه ټپيان شول

کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
په روزګان کې د بم د چاودنې له امله ٧ تنه ټپيان شول.
بم په يوموټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و او دغه موټرسايکل په ترينکوټ ښار کې د غازي امان الله څلور لارې ته څېرمه درول شوى و او د روزګان د لوى لارې د قوماندان د سکرتر نادر د سپرلۍ په موټر د تېرېدو په وخت کې وچاوديد.
د روزګان يوامنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې نادر له شپږو تنو نورو سره چې يوه ښځه هم پکې وه ، ټپيان شول.
د روزګان د مرکزي روغتون ډاکترانو د دغې چاودنې د ٣ تنو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان د دغې چاودنې عامل بولي .
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته