ورزش

دهيواد دساحلي فوټبال ټيم کور به ټيم ته ماتې ورکړه.

کابل – باختر دسلواغې څلورمه :
دافغانستان دساحلي فوټبال ټيم دقطر ساحلي ټيم ته ماتې ورکړ.
د٢٠١٣ نړيوال جام د مقدماتي سياليو په لومړى ورځ دافغانستان دفوټبال ساحلى ټيم وکولاى شول د دريو په مقابل کې په اوو سره کوربه ټيم ته ماتې ورکړي.
دالمپيک دملي کميتې ويندوى محب الرحمن رحمانى دباخترآژانس خبريال ته وويل : دآسيا دساحلى فوټبال دنړيوال جام مقدماتي سيالۍ پرون په قطر کې پيل شوې.
رحماني وويل: ټاکل شوې ده دهيواد ساحلى ملي ټيم نن مازيګر دخپل ګروپ له دويم ټيم يعنې عمان سره لوبه وکړي .
ديادونې وړده دغه سيالۍ دفوټبال دنړيوال جام په سياليو کې دآسيا دفوټبال دساحلى ټيم دلارې موندلو په مقصد پيل شوى چې نه يوازې لومړى دويم او دريم ټيمونو نړيوال جام ته لاره پيداکوى.
دفوټبال دساحلى نړيوال جام داتلوالي سيالۍ د٢٠١٣ کال دسپتمبر په مياشت کې په تايپى کې ترسره کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته