امنیت

دکابل په چاودنه کې څلور تنه شهيدان او ١٢ تنه ټپيان شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٠
په کابل کې نن ديوې چاودنې له امله څلور تنه شهيدان او دولس تنه نور ټپيان شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې: چاودنه دخيرخانې مينې د ٣١٥ داستوګنې په سيمه کې دکابل ولايت دپخواني سناتور حاجي ګل افغان کورته څيرمه وشوه .
حاجي ګل افغان دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بم د ده دترور په خاطر ځاى پرځاى شوى و . سره له دې چې ده ته زيان نه دى اوښتى خو په دې پيښه کې ديوې ميرمنې او يو ماشوم په ګډون څلور تنه شهيدان شول او دحاجي ګل افغان د دريو تنو ساتوونکو په ګډون دولس تنه نور ټپيان شول.
ددغې پيښې قربانيان ټول ملکي وګړي دي .
ويل کيږي چې چاوديدونکي توکي په يوه پلاستيکي کڅوړه کې ايښودل شوي و .
له دريو ورځو څخه په لږه موده کې داپه کابل ښارکې دريمه چاودنه ده . درې شپې مخکې دمکروريانونو په فردوسي پارک کې دانتخاباتي شکايتونو داوريدو دکميسيون ديو تن غړى دله منځه وړلو په مقصد يو بم ځاى پرځاى شوى و چې په دى پيښه کې عزيز آريافر ته زيان نه دى اوښتى خو دهغه دوه تنه ساتوونکي سخت ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته