امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د کب اتلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دکونړ، کندز، زابل او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړچاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبانو ووژل شول او شپږ تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته