ټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت دې د میدان وردګو د ولسونو د بریښنا ستونزه هواره کړي

کابل باختر دوري اوولسمه :
د میدان وردګو والي وايي د اوبو او انرژۍ وزارت دې د دې ولایت د ولسونو له غوښتنې سره سم د بریښنا ستونزه هواره او له ژمنې سره سم دې له کابل څخه غزني ته د لیږدونکي بریښنا څخه مرکز میدان ښار او یوشمیر ولسوالیو ته بریښنا ورکړي.
دا خبرې  حیات الله حیات نن د زیربنا میاشتنۍ سکتوري غونډه کې وکړې او وویل، چې د بریښنا په راتلو به د فابریکو په فعالیدو خلکو ته کاري زمینې برابرې او ډیرې ستونزې به یې هوارې شي.
په دې غونډه کې د سکتور اړوند د بیلا بیلو ادارو استازو د تیرې میاشتې راپورونه وړاندې کړل او پر یو شمیر مهمو مسایلو پریکړې وشوې.
د فواید عامې ریاست استازي وویل، چې د لوژ توناژ تلې عوایدو کې د والي  حیات په لارښونه د شفافیت رامنځته کیدو وروسته زیاتوالی راغلی او په تیره میاشت کې یې تر یو میلیون زیاتې افغانۍ عواید راټول کړي.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات غونډه کې د کانونو او چاپیریال ساتنې ادارو مسولینو ته لارښونه وکړه، چې په جدي ډول سره د کچو انتقالونکو موټرو نظارت وکړي،څو یې کار او فعالیت سړکونو او چاپیریال ته په زیان ترسره نکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته