ټولنه

په ننګرهار کې شاه او ناوې په ترافیکي پېښه کې ټپيان شول

کابل / د وري ۹ مه / باختر
د ننګرهار اړوند د جلال آباد ـ تورخم پر لویه لاره نن سهار نږدې ۱۰ بجې په سرخ دېوال سیمه کې د شاه او ناوې کرولا ډوله موټر له یو بل کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په پېښه کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي دي، خو د ناوې او شاه په ګډون ۷ تنه نور ټپيان دي چې په ټپیانو کې درې نورې مېرمنې هم شاملې دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
ولایتي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته