سیاست

تبصره: افغانستان ته دپاکستان دملي امنيت دسلاکار دسفر پايلې .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
دسيمې دروانو ستونزو حل  يواځې او يواځې په همغږۍ  اوهکارى کې نغښتې دى او بايد په دې برخه کې اوسني فرصتونه له لاسه ورنه کړو .
دباختراژانس مفسر ليکي:  دکابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې له ډار اچوونکو ډلوسره دپاکستان دملاتړ او کوربه توب په دليل  له ستونزو او له تاوتريخوالي ډکې ستونزې دي خو دافغانستان دولت دپخوا په شان له سياسي لارې ددغو ستونزو  په حل کولو او موجودو واقعيتونو ته په غاړې ايښودلو ټينګار کوي او سيمه ئيزه سوکالي او هوساينه په همکارى او همغږي پورې اړوند بولي  او دهر هغه اقدام حرکت او پروګرام چې وکولاى شي  داوسنيوستونزو غوټه پرانيزي  هرکلي کوي . ددغه شان نيت اومفکورې  په شتون کې دى چې کابل  پرون دپاکستان دملي امنيت دسلاکار کوربه توب وکړ .
  دپاکستان دملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه پرون کابل ته سفر وکړ او دملي وحدت دحکومت له مشرانو سره يې  ليده کاته او خبرې  اترې وکړې .
طالبانو ته دافغانستان ددولت دسولې وړانديز دپاکستان له دولت سره دافغانستان دچارواکو دهراړخيزو خبرو څرنګوالى ، سيمه ئيزې همکارى ،  دتروريستي فعاليتونو  اودجرمي اقتصاد دمخنيوى ددواړو لورو د خبرو وړ مسئلې دي .
په دې کتنه کې  دپاکستان دملي امنيت  سلاکار په افغانستان کې  دسولې له بهير سره دخپل هېوادملاتړ تکرار کړ او يوځل بيا يې  دافغانستان له دولت سره دهمکارى  په برخه کې ژمنې وکړې .
دافغان سياسي کارپوهانو په باور زياتره هغه مسئلې چې پرون له افغان مقاماتو سره ددغه پاکستاني مقام په خبرو کې  طرحه شوې تکراري مسئلې وې يعني دافغانستان دسولې له بهير سره  دپاکستان همکاري ، دافغانستان له دولت سره دپاکستان همکاري او دسولې خبرو ته دطالبانودډلې هڅونه هغه مسئلې دي چې پاکستانيانو  تل هغه طرحه کړې دي خو په خپله  يې ډير کم  په دې برخه کې عمل کړى دى .
افغانستان ته دپاکستان دملي امنيت دسلاکار  سفر او په بيلابيلو برخو کې دافغانستان له دولت سره دهمکارى لپاره  ددغه هېواد تيارى ټيک په داسې وخت کې څرګنديږي چې پاکستان دپخوا په شان دافغانستان دختيځ  په ځينو سيمو راکټي بريدونه او دتوپونو ډزې کوي او په عملي توګه دسوداګرى او ترانزيت په کار کې افغان سوداګرو ته ستونزې پيداکوي .
ددواړو  هېوادونو ترمنځ په غير رسمي  پوله کې دديوالونواو تاسيساتو جوړولو ته دوام ورکوي  دغه راز دطالبانو دمشرانو کوربه دى او ددغه هېواد ديپلوماتان دغه راز خپلو څوګونوسياسي لو بو او لفاظي  ته دوام ورکوي .
دغه کارپوهان وايي په هغې بې باورى او بې اعتمادي سره چې دکابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکو کې شتون لري او ددې په پام کې  نيولو سره چې پاکستان تل  خبرې کړې دي او هيڅکله يې عمل نه دى کړى سخته ده چې دپاکستان دملي امنيت دسلاکار وروستي سفر ته له مثبتې زاويې څخه وګورو .
نن پاکستان دخپلو مقصدونولپاره له هر فرصت  او امکان څخه استفاده کوي که چيرې طالب  يا داعش دى اويا نورې ډلې وسيلې ګرځوي او دخپلو ګټو لپاره کار کوي .
په همدې دليل دى چې افغانان طالبان ددې پرځاى چې يوه افغان ډله محاسبه کړي دپرديو بوډاګيان بولي او دپاکستان  له دولت سره په مستقيمو خبرو  ټينګار کوي يعنې له دولت سره ددولت خبرې .
افغان دولتي چارواکي له پاکستاني مقاماتو سره څرګندې خبرې لري که چيرې دپاکستان دملي امنيت له سلاکار سره دجمهور رييس محمد اشرف غني دکتنې په بهير کې  دپاکستان لومړي وزير ته دبلنې مسئله طرحه کيږي داهم کيداى شي له دولت سره ددولت دخبرو په منظق کې دافغانستان ددولت دپروګرام يوه برخه وي
هغه څه چې مهم دى دادى چې دپاکستان دولتي چارواکي ، سياستوال او په تيره بيا ددغه هېواد په اردو او استخباراتو کې ماجرا غـوښتونکي کسان  بايد په دې پوه شي چې وخت بدليږي نور خواږه او ديپلوماتيک الفاظ   نه شي کولاى چې دافغانستان جګړې  ځپلو خلکو اونړيوالې  ټولنې ته مصوونيت او اميد ور وبخښي ،  بلکې اوسني حالت ته غاړې ايښودل دي چې کولاى شي پاکستان له تجريد څخه وژغوري نه سياسي او څوګونې لوبې .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته