هرات باختر دزمري دمياشتې ديرشمه :
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دوه تنه ملکي وګړي د وسله والو طالبانو له خوا شهيدان شول.
دغه دوه تنه د وسله والو طالبانو د توغنديو د لګيدو له امله ووژل شول چې په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د ملاصمد دوه تنه افراد ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
همدا اوس اعلام شو چې د شينډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ د املاکو مدير پرون مازيګر د وسله والوطالبانو له خوا شهيد شوى دى.
د املاکو مدير د لوړو زده کړو خاوند و چې د طالبانو له خوا د ده د کور په مخ کې شهيد شو.
پاى ؛ شکريه ذ
0 1 دقیقه لوستل