کابل/ باختر د لړم د مياشتې ١٦مه :
د موتاى د نړيوالو سياليو په پاى کې د افغانستان ټيم د سرو زرو درې مډالونه، د سپين زرو يو مډال او د برونزو دوه مډالونه ترلاسه کړل .
د بدني روزنې او ورزش رياست وياند عارف پيمان باختر آژانس ته وويل چې سهراب احمدي دجنوبي کوريا ورزشکار ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
دغه راز شير حسين عظيمي د خپل کوريايي سيال ته په ماتې ورکولو سره او همايون رضايي هم په فاينل کې خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل. مصطفى حسن زاده خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د سپينو زرو مډال وګاټه او د نجونو په برخه کې هم کوثر شهرزاد او شکريه بهمني پرون د برونزو مډالونه ترلاسه کړل .
د موتاى نړيوالې سيالۍ په جنوبي کوريا کې ترسره شوې او د افغانستان ټيم د شپږو ورزشکارانو په ترکيب کې په دغوسياليوکې ګډون کړى و .
ختم_ ج _ اکرم