امنیت

يو سړى دلغمان دوالي دفتر ته څيرمه ووژل شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
يو سړى نن په مهترلام ښارکې دلغمان دوالي دفتر ته څيرمه په ډزو سره ووژل شو يرغلګرو دغه سړى دښار د صرافى مارکيټ په ساحه کې په ډزو سره وواژه .
دلغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار دپوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل يرغلګر ددغه سړي له وژلو وروسته وتښتيد.
تراوسه پورې ددغه ترور علت معلوم نه دى .
پوليس وايي په دې باب څيړنې پيل شوې دي.
دپيښې يو عيني شاهد په امنيتي ځواکونو په انتقاد سره وايي چې دوالي دفتر دپيښې تر سيمې پورې دومره واټن نه لري.
ديوبل خبرله مخې ديارلس تنه په لغمان ولايت کې دجنايي جرمونو د ترسره کولو په تور ونيول شول.
پوليس وايي چې دغه کسان په وروستيو څلور ويشتو ساعتونوپه بهر کې دوژنې ، انسان تښتوونې وسله والو غلاو او دنشه يي توکو دقاچاقو په تور نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته