امنیت

په روزګان کې دطالبانو ديوه مهم قوماندان نيول کيدل .

کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
دطالبانو  دډلې يو مهم قوماندان په ر وزګان ولايت کې ونيول شو
دغه ډار اچوونکى نن دامنيتي مامورانو په واسطه دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو په بهير کې  ونيول شو.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې دطالبانو دغه قوماندان په روزګان کې دډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريد پرې وشو .
ده  دنيول شوي قوماندان دنامه يادونه ونه کړه  خو ويې ويل چې ده او افرادو يې په روزګان کې په ملکي وګړو د ماينونو اوبمونو دښخولو او کارولو په ګډون په لسګونو مرګانيو ډار اچوونکو بريدونوکې لاس درلود .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته