امنیت

په کونړکې ددوو تنو داعشيانو وژل کيدل .

کابل باختر د لړم اتلسمه : په ملاخليل او ملا احمد تيره شپه دکونړ ولايت دوټه پورې ولسوالۍ په بازار کې بريد وشو . دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې دوه تنه غړي ملا خليل او ملا احمد ووژل شول . ده وويل چې دغه داعشيان دوټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و ، چې بريد پرې وشو . ويل کېږي چې په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دداعش دډلې يو غړى په ننګرهار ولايت کې ونيول شو . دغه داعشي نن سهار هغه وخت ونيول شو چې دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و . له دغه داعشي څخه يوه وسله هم ترلاسه شوې ده . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته