امنیت

څلور وسله وال طالبان په میدان وردګو کې ووژل شول

 کابل/دلړم۳۰مه/باختر
د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولین وايي چې د میدان وردګو په ابراهیم خېلو او کشمیریانو سیموکې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپيان شوي دي.
د تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته د افغان ځواکونو په عملیاتوکې وژل شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتوکې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته