سیاست

جمهور رئیس غني د ټاکنیزو کمیسیونونو له پخوانيو کمیشنرانو سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د ټاکنیزو کمیسیونونو له پخوانيو کمیشنرانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس د ټاکنیزو کمیسیونونو له پخوانيو کمیشنرانو څخه په تېرو څو کالو کې د دوی د  زحمتونو او خدمتونو او په تيره بيا له دې امله مننه وکړه، چې  د هېواد په حساسو شرایطو کې یې د لومړي ځل لپاره د ټاکنو له لارې په سوله ییزه توګه د سیاسي واک د لېږد اسانتیا برابره کړه.
جمهور رئیس وویل، د ټاکنیزو کمیسیونونو نويو غړوچې پرون د وفادارۍ لوړه وکړه، ژر به خپلې دندې پیل کړي او په دې برخه کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخواني رئیس عبدالستار سعادت د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهور رئیس څخه یې له دې امله مننه وکړه، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د پخوانيو غړو د کار او خدماتو قدرداني یې وکړه.
هغه زیاته کړه، د ټاکنیزو کمیسیونونو نویو کمیشنرانو ته د مسوولیت لېږد د بهیر د چټکوالي په خاطر هر ډول همکارۍ ته تیار یوو.
د ټاکنیزو کمیسیونونو پخوانيو کمیشنرانو د دوی د امنیت  او نورو اړوندو مسایلو په اړه خپلې اندېښنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
د هېواد جمهور رئیس هغوی ته ډاډ ورکړ وې ویل، حکومت د ټولو وطنوالو د امنیت د تامین مسوولیت لري او د ټاکنیزو کمیسیونونو دپخوانيو کمیشنرانو د امنیت د تامین په هکله به لازم تدبیرونه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته