امنیت

څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
څلور تنه وسله وال مخالفين نن  دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو دوزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
افغان امنيتي ځواکونو دهلمند، پکتيا ، لوګر ، قندهار ، بدخشان ، نورستان  او دننګرهار دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړي و چې په بهير کې يې څلور تنه وسله وال مخالفين  ووژل او اتلس تنه  نور  يې نيول شوي دي.
په دغو عملياتو کې يوه  اندازه  وسلې او مهمات هم  ترلاسه شوي دي .
دغه راز ملي پوليسو درې ماينونه چې دهرات او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و ،  کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته