امنیت

دحقاني شبکې ددوو قوماندانانو په ګډون شپيته تنه تروريست طالبان ووژل شول .

کابل باختر د ليندي اوومه :
شپيته تنه وسله وال تروريست طالبان دهېواد په ځينو سيمو کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. افغان امنيتي ځواکونو دننګرهار ، غزني ، پکتيا ، خوست ،  قندهار  ، روزګان ،  فراه  ، جوزجان ،  فارياب او دکندز دولايتونو په  مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  دملا تور جان اومولوي عبدالرزاق  په نومونو دحقاني  دشبکې ددوو قوماندانانو په ګډون شپيته تنه تروريست طالبان ووژل شول او شپاړلس  تنه نور ټپيان او دوه تنه نور ونيول شول .
ددغو عملياتو په  بهير کې  ددښمن پنځه موټرونه، شپږ ويشت موټرسايکلونه  ،شپږ بورې  چاوديدونکي توکي او يوه اندازه  وسلې او پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته