امنیت

په قندهارکې اته تنه ملکي وګړي د ماين دچاودنې له امله شهيدان شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
په قندهار ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله د ښځو په ګډون اته تنه ملکي وګړي شهيدان شول

دغه چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ د نوروز په نامه سيمه کې هغه وخت وشوه چې دملکي وګړو د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
دقندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ښځې او درې تنه نارينه شهيدان او دوه تنه نور نارينه ټپيان شول.
دقندهار په يوه روغتيايي مرکزکې ډاکترانو د پيښې د يوتن ټپي رغتيايي حالت خراب وباله.
سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې د عاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته