امنیت

يو انګليسي عسکر په افغانستان کې دوژنې په خاطر داستيناف غوښتنه وکړه

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
يو انګليسي عسکر په افغانستان کې ديو ياغي دوژلو په خاطر داستيناف
غوښتنه کړې ده .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه انګليسي عسکر چې ٣٩ کلن دى او
بلک من  نوميږي  په  ٢٠١١ ميلادي کال کې  يو ټپي ياغي  له دوو  تنو ملګرو
سره يې  چې په صحنه کې  حاضر وو،  وژلى و.  چې دهمدې وژنې په تور ددغه هېواد  له اردو څخه ايستل شوى دى  او دلسو کلونو په بند محکوم شوى دى. خو ده ددغه حکم په اعتراض پرون  داستيناف غوښتنه وکړه.
دخبرونوله مخې :  درې تنه انګليسي عسکر ددغه ياغي په وژلو تورن شوي وو  چې
په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې  ونيول شول او ددوى محاکمه داګست په مياشت  کې پيل شوه  چې له څيړنې وروسته  دوه تنه عسکر  دلندن ديوې محکمې له  خوا  برآت  حاصل کړ او بلک من  په لسو کلونو بند محکوم شو.
په يو ويډيويي کسټ کې ښيي چې  ديو ياغي وژل چې ټپي و ، دهغې کمرې په واسطه
چې دبلک من دملګري په خولې  کې وه ،  فلم يې اخستل شوى دى.
دغه راز دبريتانيا دسلطنتي  سمندري ځواکونو دعمومي قوماندانۍ مرستيال ډګرمن بل دانهام  دمحکمې دحکم له صادرولو وروسته ويلي و  چې ددغه افغان ياغي وژل يو  زړه بوږنونکې تير وتنه وه .
دا په داسې حال کې ده  چې يو امريکايي سرتيرى چې په قندهار ولايت کې يې شپاړلس تنه ملکي وګړي وژلي وو ، په عمري بند محکوم شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته