کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
په هرات ښارکې تېره شپه د يوې کورنۍ لس تنه غړي په مرموز ډول ووژل شول او د دغې پيښې په اړوند څلور تنه نيول شوي دي .
دغه کسان له اور لګيدنې وروسته وژل شوي دي؛ خو مسوولين وايي چې د پيښې د روښانولو په مقصد تحقيقات پيل شوي دي.
دغه پيښه چې د هرات ښار د نهمې ناحيې د چارسونګ ګذر د اتحادپه سيمه کې رامنځته شوې ده؛ د سيمې د لسو تنو اوسيدونکو چې ښځې، ماشومان او نارينه پکې شامل وو؛ د وژنې سبب شوې ده .
د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيدروزي چې په خپله يې دپيښې ساحه او مړي کتلي دي؛ وايي: نښې نښانې ښيي چې دغه کسان لومړى ټپيان او وروسته وژل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل