امنیت

پوليسو د تخار پلنګ په قفس کې واچاوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
په تخار ولايت کې د وسله والو طالبانو د پوځي کميسيون رييس په پلنګ مشهور مولوي عبدالرحمن پرون د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
پوليسو وويل: د طالبانو د ډلې دغه قوماندان هغه وخت له خپلو دريو تنو همکارانو سره د دغه ولايت په رستاق ولسوالۍ کې ونيول شو چې د دغه ولايت په جيل د بريد په طرحه کولو بوخت و .
ويل کيږي اوس زيات وسله وال طالبان چې د مشرتوب او د ډار اچوونکو فعاليتونو په جرم نيول شوي دي؛ د دغه ولايت په جيل کې شپې سبا کوي.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: په تخار ولايت کې د وسله والو طالبانو د پوځي کميسيون مسوول په پلنګ مشهور مولوي عبدالرحمن د مولوي عبدالخالق، قارى شفيق الله او قاري اسدالله په نومونو له خپلو دريو تنو همکارانو سره په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
د پوليسو دخبرځايونو دخبرله مخې: د وسله والو طالبانو دغه قوماندان په دغه ولايت کې څو ځانمرګي او ورانکار بريدونه رهبري کړي دي چې له امله يې په لسګونو تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
اسير زياته کړه: دغو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په هغو جنايتونو چې ترسره کړي يې دي؛ اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې له پولې اخوا د استخباراتو د مشخصو کړيو په لارښوونه د شمال په ولايتونو په تېره بيا په تخار ولايت کې تروريستي فعاليتونه ترسره کول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته