امنیت

٦ تنه وسله وال طالبان په بلخ کې ونيول شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
٦ تنه وسله وال طالبان پرون دبلخ دوالي عطا محمد نور په مشرۍ دبلخ ولايت دشور تيپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول .
دشور تيپې ولسوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ، دسرحدي پوليسو دشپږمې لوا دقوماندانۍ منسوبينو هم برخه لرله .
دبلخ والي عطا محمد نور وويل : چې په دغو عملياتو کې دهزار طوفى دسيمو په پاکولو سربيره چې ٩ کلي شامل دي ديوه ماين ښخوونکي په ګډون ٦ تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ويل کيږي چې په دغې ولسوالۍ کې عمليات دوام لري.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته